د لاهور هائي کورټ د لاهور د ماسټر پلان 2050 پلي کولو نه منع کولو حکم نور هم غځولی دی

باغي ټی وی رپورټ
د لاهور هائي کورټ کښې د لاهور ماسټر پلان 2050 منظورۍ په ضد د درخواستونو اورېدنه وشوه۔ جسټس شاهد کريم د شهري عبدالرحمان او نورو د درخواستونو اورېدنه وکړه۔
د درخواست کوونکو دريځ دې چې د لاهور ماسټر پلان 2050 د قانون خلاف منظور کړی شو.
عدالت ايل ډي اے ته حکم ورکړو چې اړونده اسناد دې اربن يونټ ته وسپاري او هدايات يې کړي چې ښاري يونټ په راتلونکې اوريدنه کې د ماسټر پلان د ترميم لپاره ټي او آرز وړاندې کړي.
عدالت ايل ډي اے ته هدايات ورکړو چې د عدالت سره مرسته کولو لپاره دې يو سينئر افسر مقرر کړي او د مقدمې اورېدنه يې دوه هفتو پورې وځنډوله.






