د دقومي احتساب بيورو (نيب) د کرپشن په مقدمه کښې رینجر فورس د تحريک انصاف مشر او پخوانى وزيراعظم عمران خان نيولى دى

باغي ټی وی رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د پوځي ادارو د بيان بازۍ پشمول نورو کيسونو کښې د ضمانت لپاره اسلام آباد هائي کورټ کښې حاضر شو چرته چې د ضمانت په مهال د رېنجرز يوې لويې ډلې عمران خان نيولی دی.
سرچينې وائي چې عمران خان دالقادر ټرسټ په نيب کېس کې نيول شوى اؤ نيب چارواکو دهغه دگرفتارۍ وارنټ جاري کړى ؤ.
سرچينې وايي چې عمران خان په مقدمه کې د بايومټريک لپاره حاضر شوى و.
عمران خان په القادر ټرسټ کې د نیب لخوا نیول شوی
آئي جي اسلام آباد وئيلي دي چې عمران خان د القادر ټرسټ کيس کښې ګرفتار کړے شوے دے، حالات نورمال دي، اسلام آباد کښې دفعه 144 نافذه ده او د خلاف ورزي په صورت کښې به کاروائي کولے شي۔
د آئي جي اسلام آباد وينا ده چي د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان نيب راولپنډئ ته منتقل کړے شوي چرته به ئي د هغه طبي معاينه کيږي۔
سرچينې وايي، د عمران خان د نيولو پر مهال له پخوا څخه چمتووالى نيول شوى و او يوه اوونۍ وړاندې د هغه لپاره يوه کوټه هم چمتو شوې وه.
د عمران خان د نیولو پر مهال د پولیسو او وکیلانو ترمنځ شخړه وشوه
د عمران خان د نیولو په مهال د قانون نافذونکو چارواکو او وکیلانو تر منځ اخ وډب هم شوی چې پکې ګڼ شمیر پولیس افسران او وکیلان ژوبل شوي هم دي.
د اسلام آباد هائي کورټ د چيف جسټس نوټس
د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د عمران خان د ګرفتارۍ په موقع د رامخې ته شوې پيښې نوټس اخيستې دې۔
د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق آئي جي اسلام آباد او داخله سيکرټري په پنځلس منټو کښې طلب کړي او ايډيشنل اټارني جنرل ته ئي په پنځلس دقيقو کښې د حاضريدو هدايت کړې دې۔
چيف جسټس هدايات واخستل او سمدستي ووايې چې دا کار چا کړی دی.
جسټس عامر فاروق وويل که کارروائي کول وي نو دوزيراعظم اؤ وزيرانو په ضد به هم کارروائي کولى شي.
د نيولو امر چا صادر کړ؟
د اسلام آباد هائي کورټ لخوا د عمران خان د ګرفتارۍ په اړه تفصيلات مخې ته راغلي دي۔
د عمران خان وارنټ د مې په لومړۍ نېټه د قامي احتساب بيورو (نيب) لخوا جاري شوي وو، د عمران خان وارنټ د نيب چيئرمېن په لاسليک سره جاري شوي وو.
نيب عمران خان د قامي احتساب آرډيننس 1999 د سيکشن 9 اے لاندې نيولې دې، عمران خان د نيب لخوا د 34A، 18E، 24A لاندې کارروائي کولو په مهال نيول شوى دى.






