په هېواد کې د يو تول سرو زرو بيه ١٤٠٠ روپۍ لوړه شوې ده
باغی ټی وی رپورټ
په هېواد کې د يو تول سرو زرو بيه ١٤٠٠ روپۍ لوړه شوې ده.
د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه په ملک کښې د یو توله سرو زرو بیه 2 لاکه 26 زره 900 روپو ته رسیدلې چې دا د پاکستان په تاریخ کښې ترټولو لوړه بیه ده.
د دې تر څنګ د يو ګرام سرو زرو بيه د ١٢٠٠ کلدارو په ډېرېدو سره ١٩٤٥٣٠ کلدارې ده، په نړيوال بازار کې د يوه انس سرو زرو بيه د پنځو ډالرو په زياتوالي سره ٢٠٢٢ ډالره ده.