لاهور هائي کورټ د پنجاب اسمبلۍ بحالۍ لپاره دائر درخواست مسترد کړے او يو لاکه روپئ جرمانه ئي لګولې ده
باغی ټی وی رپورټ
د درخواست کوونکي وکيل وويل چې د پنجاب وزيراعلي له کوم دليل پرته اسمبلۍ منحل کړې ده.
جسټس شاهد کريم پوښتنه وکړه چې دا درخواست چا دائر کړی دی؟ وکیل وویل چې درخواست کونکی د فیصل اباد اوسیدونکی دی او سیاسي فعال دی.
جسټس شاهد کريم اوويل چې کوم قسم درخواست جمع کړے شوے دے داسې درخواستونه د عدالت وخت ضايع کوي۔
د لاهور هائي کورټ دا درخواست ناقابل سماعت ګرځولی او په هغه ئي د روپو جرمانه لګولې ده.
جسټس شاهد کريم وويل که تاسو دجريمې معاف کولو غوښتنه وکړو نو دوه لکه روپۍ به جريمه کوم.