د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو په ضمني انتخاباتو کښې د پارټۍ په کاميابۍ د خوشحالۍ څرګندونه کړې ده او وئيلي ئې دي چې د کراچۍ او حيدراباد پشمول د ټولو ضلعو چيئرمينان به وي

0
206

باغی ټی وی رپورټ

د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو په ضمني انتخاباتو کښې د پارټۍ په کاميابۍ د خوشحالۍ څرګندونه کړې ده او وئيلي ئې دي چې د کراچۍ او حيدراباد پشمول د ټولو ضلعو چيئرمينان به وي.

خپل بيان کښې بلاول بهټو وويل دکراچۍ نه تر کشمور پورې خلکو په پيپلز پارټۍ د اعتماد څرګندونه کړې ده۔

هغه وویل، بریا د ولس د باور، د مشرانو او کارکونکو د سرښندنو او د ولس د زیار پایله ده.

بلاول بهټو زياته کړه چې د جيالونو په اوږو باندې ذمه وارۍ زياتې شوې دي، د عوامو خدمت کول زمونږ نعره ده.

Leave a reply