وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چي که د وزيراعظم او وزيراعلي صوابديدي اختيارات حرام دي نو د چيف جسټس صوابديدي اختيارات د کوم قانون مطابق جائز دي؟

0
161

باغی ټی وی رپورټ

ده ووئيل چې حكومت د پارلېمان او سپريم كورټ ترمېنځه د تشنج ختمولو لپاره يو ګام شاته شو نو سپريم كورټ دوه قدمه مخ په وړاندې لاړو۔

وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د سپريم کورټ د فيصلې له وجې ملک کښې د بې ثباتۍ خطره ده۔

ده ووئيل چې د بنچ په جوړولو كښې انجينئرنګ كړې شوې٬ خاص ججانو ته د سينئر نه بهر پروموشن وركړې شوې٬ له دې امله دغه ججان د چيف جسټس ملاتړ كولو ته مجبور دي۔

Leave a reply