خالد ځدران د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تن مخکینی مشر محسن داوړ د پښتون وژونکو سره په راشه درشه او د امریکانانو په جاسوسۍ تورن کړی.

0
272

خالد ځدران د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تن مخکینی مشر محسن داوړ د پښتون وژونکو سره په راشه درشه او د امریکانانو په جاسوسۍ تورن کړی.

8 مئي دوشنبه 2023

د افغان دولت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران تیره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تن مخکیني مشر محسن داوړ د هغه خبرې په ځواب کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ځینو پښتنو مشرانو د لیدنې په تړاو ویلي یې وه چې پښتانه ملتپاله تل هغه کسان چې طالبان یې له پښتنو سره تشبیه کړي، رد کړي دي. هغه زیاته کړی وه چې د ترهګرۍ پر وړاندې دغه مقاومت باید د سیاسي مصلحتونو قرباني نه شي، ځکه چې د پښتنو هویت په خطر کې دی.

 

خالد ځدران ویلي چې زمونږ دریځ واضح دی، قومي سیاست مردود یولو؛ مګر ځیني داسې کسان شته چې حتی د ناسیونالیزم باطل اصول یې هم شریف او مبارز نه بولي.

 

نوموړي ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د قوم نارې وهلې، مګر په وزیرستان کې یې نه یوازې د امریکایانو جنګي جنایات توجېه کول، بلکې جاسوسۍ یې هم ورته کولې.

اړوند موضوعات

محسن داوړ د افغان مهاجرو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو د چلند په اړه غبرګون ښودلی 

همدا راز نوموړي زیاته کړی چې په افغانستان کې یې یوه ورځ هم د ناټو جنګي جنایات ونه غندل، د پښتنو د نسل وژنې مرتکببنو سره یې راشه درشه درلوده، مګر قومي شعارونو یې کاڼهٔ کړو. په ساختګي جېلونو یې د عوامو خواخوږي خپله کړه. مګر حق نه پټېږي؛ یوه ورځ به یې مخ بې نقابه شي او ټول به پوه شي چې څومره ستر خاین و.

Leave a reply