د سارک فایننس د مرکزي بانکونو په ۴۳ مه غونډه کې د افغانستان بانک استازو ګډون ترسره کړی.

0
73

د سارک فایننس د مرکزي بانکونو په ۴۳ مه غونډه کې د افغانستان بانک استازو ګډون ترسره کړی.

7 مئي یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان بانک له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد بانک استازو د ۲۰۲۳ میلادي کال د مې په ۲ او ۳ نېټه د سارک فایننس د مرکزي بانکونو د رئیسانو په ۴۳ غونډه کې چې د پاکستان هېواد په مرکز اسلام آباد کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.

 

په یاده غونډه کې د ملي اقتصاد پر مهمو برخو، مالي شمولیت، سارک ډېټابېس، وړتیا لوړونې، د غړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي څېړنو تر سره کولو او یو شمېر نوور مهمو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشو او په پایله کې جوته شوه چې افغانۍ د اسعارو پر وړاندې د سارک غړو هېوادونو په منځ کې د غوره ثبات لرونکی پولي واحد دی او همدارنګه افغانستان د انفلاسیون له با ثباته نرخ څخه برخمن دی.

 

د دې غونډې په دویمه ورځ په سارک هېوادونو کې د اقلیمي بدلون د اغېزو، د چاپېریال ساتنې اړوند نوښتونو، د سارک هېوادونو پر مالي سیستم د اقلیمي بدلون پر اغېزو او سارک هېوادونو کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې راتلونکو ګامونو بحثونه وشول.

 

همدارنګه د افغانستان په ګډون غړو هېوادونو د اقلیمي بدلون اړوند معلومات شریک کړل، یو شمېر متخصصینو د اړوندې موضوع په اړه خبرې وکړې او د بانکونو له خوا د اقلیمي بدلون اقداماتو په اړه د نظرونو تبادله تر سره شوه.

 

د یادونې وړ ده چې د سارک سازمان په ۱۹۹۸ کال کې د هند، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا، نیپال، مالدیف او بوتان هېوادونو له خوا جوړ شو او افغانستان په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې د دې شبکې په څوارلسمه غونډه کې د سارک د اتم غړي په توګه ومنل شو.

اړوند موضوعات

افغانستان بانک از تصمیم اخیر محکمه دولتی آمریکا استقبال کرده است

د دغې شبکې د جوړېدو موخه د سیمې د لوی اقتصاد د پالیسیو، د سارک شبکې د بحثونو، ګډو څېړنیزو مطالعاتو، د مالي پراختیا په برخه کې د همکارۍ، د بانکي چارو د تنظیم او څارنې په برخه کې ګډې همکارۍ، د ظرفیت لوړول او د نویو وړاندیزونو او طرزالعملونو په اړه بحثونه دي.

Leave a reply