د خارجه دفتر وياند ووئيل چې د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري لخوا هند ته منسوب ګواښونه دروغ دي

باغی ټی وی رپورټ
خارجه دفتر د هند تر کنټرول لاندې کشمير کښې د جي 20 په غونډه کښې د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د بيان په اړه وضاحتي بيان جاري کړے دے.
د خارجه دفتر د وياند لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي چې دا غلط بيان د كشمير مسئلې د سوله ايز حل له بيانيه څخه د پام اړولو هڅه ده۔
د خارجه دفتر وياند له مخې مقبوضه كشمير كښې د جي 20 غونډې كولو په اړه د خارجه وزير بلاول بهټو لخوا منسوب ګواښناك بيان دروغ دي٬ د رياست په داخلي چارو رپورټ كولو په مهال د صحافتي اصولو عمل كولې شي۔
په جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې دبهرنيو چارو وزير په څو څو ځله دملگرو ملتونو دقراردادونو په رڼا کې دکشمير دمسئلې په هواري باندې تاکيد کړى دى، دبهرنيو چارو وزارت پخوا هم د جي ٢٠ غونډې په اړه خپل دريځ وړاندې کړى دى.






