د تحريک انصاف صوبائي صدر پرويز خټک وئيلي دي چي د حکومت او پي ټي آئي ترمينځه مذاکرات به هيڅکله کامياب نه شي

باغي ټی وی رپورټ
د تحريک انصاف صوبائي صدر پرويز خټک وئيلي دي چي د حکومت او پي ټي آئي ترمينځه مذاکرات به هيڅکله کامياب نه شي، د مذاکراتو دريځ پخوا هم خراب وو او اوس هم خراب دے.
نوشهره کې جيو نيوز سره خبرو کې پرويز خټک وويل کله چې د واکمنانو نيتونه شکمن وي، دروغ ويل کيږي او وعدې ماتيږي نو دا د وخت ضايع کول دي.
هغه وويل دپي ډي ايم ډلې سره خبرې اترې بې مقصده دي اؤ هغوي دانتخاباتو دترسره کولو اراده نۀ لري.
پروېز خټک زیاته کړه چې که د ججانو بې عزتي کېږي، انصاف او عزت نه شي ورکولی نو دا انسانیت نه بلکې د ځنګل قانون دی.
ده ووئيل د فل کورټ په جوړولو څه اعتراض نشته دا د چيف جسټس اختيار دے۔





