د آزاد کشمیر د راولاکوټ اوسېدونکی زاهد حسین په نوم یو کس د مسلم لیګ نون مرستیالې مریم نواز ته د کروړونو روپو جایداد ورکړی دی

0
244

باغي ټی وی رپورټ

په ټوېټر کې د راجا نادر په نوم یو کاروونکي یوه وصیت شریک کړی چې پکې ویل شوي چې د آزاد کشمیر د راولکوټ اوسېدونکی خپله ټوله ځمکه مریم نواز شریف ته وصیت کوي.

په دې وصیت کې ویل شوي وو چې زه د ولایت حسین زوی زاهد حسین په پوره شعور او له کوم جبر پرته خپله ټوله ځمکه چې ۵۰ زره کناله وي که ۳۲ زره کناله مریم نواز شریف ته ورکوم. د نواز شریف لور…

د زاهد حسېن په وصيت کې مريم نواز ته د جايداد په اړه پوره اختيار ورکړل شوی چې هغه د جايداد په اړه هر څه چې وغواړي کولی شي.

دغه ټويټ چې کله وائرل شو نو مريم نواز هم د خپل ردعمل څرګندولو نه پاتې نه شوه، مريم نواز په ريټويټ کولو سره ليکلي وو چې يا الله دغه کس ولې داسې وکړل، بې له شکه زړه ته راښکونکی دی.

په عين حال کې د مريم نواز يو زوړ بيان هم وائرل شوی چې پکې مريم نواز دعوه کړې وه چې هغه په ​​لندن او پاکستان کې هيڅ جائيداد نه لري.

Leave a reply