د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي د پوځ له مشر جنرال عاصم منير سره وليدل چې په ترڅ کې يې د سيمې پر امنيت، د پولو مديريت او د دوه اړخيزو ګټو په چارو خبرې وشوې

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) له مخې، په دې غونډه کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره د میکانیزم په ښه کولو خبرې وشوې.
دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منير وئيلي دي چې دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب ګډو چيلنجونو سره دمقابلې لپاره همکارۍ زياتول پکار دي.
د آئي ايس پي آر له مخې د افغانستان خارجه وزير د افغان اولس لپاره د پاكستان د روا ملاتړ ستائنه وكړه۔
امیرخان متقي ویلي، چې غواړي د سیمې د ثبات او سوکالۍ لپاره له پاکستان سره په ګډه کار وکړي.
د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ مشر د افغانستان د موقت حکومت د بشپړ ملاتړ او ژمنې په ضرورت ټينګار وکړ او د يو باثباته، پرامن او سوکاله افغانستان لپاره يې د پاکستان ژمنې تکرار کړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان له خلکو سره د پاکستان د مرستو قدرداني وکړه او په افغانستان کې یې د سولې او پرمختګ په برخه کې د پاکستان د اسانتیاوو ستاینه وکړه.
د آئي ايس پي آر له مخې ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو مضبوطولو او د ګډو ستونزو هواري لپاره د رابطو په ساتلو هم اتفاق شوے۔




