د کراچۍ او حیدراباد په ګډون د سندهـ 24 ضلعو په 63 چوکیو کې د ضمني بلدیاتی انتخاباتو لپاره پولنګ روان دی، د پولنګ بهیر به د سهار له اتو بجو نه د مازیګر تر پنځو بجو پورې دوام وکړي
باغی ټی وی رپورټ
د کراچۍ په ۷ ضلعو کې د ۱۱ یوسيز او ۱۵ وارډونو په ۲۶ څوکیو باندې ووټونه اچول کیږي، په داسې حال کې چې په نورو ۱۷ ضلعو کې په ۳۷ څوکیو باندې رایې اچول کیږي.
په دې موقع به په کراچۍ کې څه دپاسه اووه زره پوليس اهلکار دامنيت فرائض ترسره کوي او په 24 ضلعو کې 292 پولينګ سټيشنونه ډير حساس اؤ 157 حساس اعلان کړل شوي دي.
په جېکب آباد، کشمور، شکارپور، نوابشاه، سانگهڙ، مٽياري، تندوالهيار او جامشورو کې به په يوه يوه څوکۍ کې پولنگ کولى شي او په گټکي، سکهر، خيرپور، بدين او سجاول کې به دوه دوه سيټونو پولنگ کولى شي.
په نوشهروفيروز، دادو او تخته کې هر يو درې څوکۍ، په داسې حال کې چې په حيدراباد کې به لس څوکۍ د ضمني انتخاباتو په لړ کې ووټونه اچوي.
ياده دې وي چې د ضلعې کونسل غړو، چيئرمېن، نائب صدر او جنرل کونسل څوکيو لپاره د اميدوارانو د مړينې له وجې انتخابات نه وو ترسره شوې۔