وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي د پارليمنټ استحقاق او آئيني اختياراتو به په هر صورت تحفظ ورکوى، پارليمنټ به په خپل دائره کښي دننه خپل حق استعمالوي
باغي ټی وی رپورټ
په لندن کې د مسلم ليګ (ن) له مشر او پخواني وزيراعظم ميا نواز شريف سره تر ليدنې وروستو ميډيا سره خبرو کې شهباز شريف وويل چې ثاقب نثار د نواز شريف په نااهله کولو کې مهم رول لوبولی او نواز شريف په دروغو او بې اساسه تورونو نااهله کړی دی، ثاقب نثار شپه او ورځ یې د سوموټو واک ته ادامه ورکړه او د عامه ګټو په هیڅ قضیه کې یې سوموټو ونه کړ.
وزيراعظم وويل د ثاقب نثار يواځينۍ مقصد نوازشريف ته ماتې ورکول او د عمران خان بريالي کول دي، ثاقب نثار د پي ټي ائي د پوليټيکل ايجنټ په حيث کار کولو ته دوام ورکړ، آډيو ليکس اوس د هغه د زوي ټول کردارونه افشا کړي دي. آیا په دې کې شک شته چې د عمران خان د بیرته راوستلو لپاره کومه دسیسه شته؟
ده ووئيل چې د ثاقب نثار د زوې د آډيو مسله پارلېمنټ كښې پورته كړې شوې او د هغه زوې د پارلېماني كمېټۍ لخوا احضار كړې شوې دې۔
شهبازشريف وويل په ملک کې ټولټاکنې په يوه ورځ کيږي او بايد په يوه ورځ ترسره شي، دپنجاب په اړه تير وخت کې جوړ شوى غلط تاثر ختم شوى دى، پنجاب لوى ورور نۀ دى، څلور واړه صوبې برابرې دي. پر ضد دسیسه ده.