ننګرهار رسنیو دفتر: د یاد ولایت د کانال ریاست پر ځمکو شاوخوا ۲۰ میلیونه نیالګي کېنول شوي.

ننګرهار رسنیو دفتر: د یاد ولایت د کانال ریاست پر ځمکو شاوخوا ۲۰ میلیونه نیالګي کېنول شوي.
د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار د کانال ریاست پر ځمکو میلیونونه نوي نیالګي کېنول شوي، چې بېلابېل ډولونه لري او شمېر یې شاوخوا ۲۰ میلیونو ته رسیږي.
د یاد د کانال ریس مولوي غلام الرحمن کظیم رسنیو ته وویل: د ننګرهار کانال د سمسورتیا او بڼونو جوړولو په موخه ۲۰ میلیونه نیالګي کېنولي چې په سبب یې شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
ده وویل: تر اوسه د روانو اوبو سیستمونه او ۲۸ کیلومتره ویالې جوړې شوې او ډير ژر به تر ځمکې لاندې د اوبو کنترولولو په موخه د څاڅکو د اوبخور سیستم هم جوړ شي.
نوموړي وویل، چې د کانال ریاست پخوا یوه عایداتي اداره وه خو اوس یې د خدمتونو وړاندې کول هم پیل کړي دي.
اړوند موضوعات
د ننګرهار کانال ریاست وایی چې د هډې فارم کې مو د نیږدې دوه زره ځنګلاتي بوټو د کرکيلې لړۍ روانه کړی.
نوموړي زیاته کړې، چې: له تېر یو کال راهیسې د ننګرهار کانال ریاست ډيرې دولتي ځمکې هم خلکو ته په اجاره ورکړې، چې د عایداتو د زیاتوالي ترڅنګ یې شاوخوا سیمې هم ښېرازه کړې دي.






