سي ټي ډي په مختلفو عملياتو کښې 11 ترهګر نيولي دي

باغی ټی وی رپورټ
د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) وياند له مخې د لاهور پشمول په بېلا بېلو ښارونو كښې د عملياتو په مهال 11 ترهګر نيولي شوي كوم چې د القاعده، داعش او کالعدم ګرځول شوې ډلې سره تعلق لري۔
د سي ټي ډي وينا ده چې په نيول شوؤ ترهګرو کښې مهتاب، طارق، ګل اعظم، معاويه، عماد، وارث، جبار شامل دي د کومو نه چې بارودي مواد، لاسي بمونه او ډيټونيټر برآمد کړي شوي دي۔






