وفاقي حکومت د سپريم کورټ د طرز او عمل قانون خلاف درخواستونه رد کړي دي

0
103

باغي ټی وی رپورټ

وفاقي حکومت د درخواستونو په اړه سپريم کورټ کښې 8 صفحه جواب جمع کړے دے کوم چې ايډيشنل اټارني جنرل عامر رحمان جمع کړے دے۔

د وفاقي حکومت په جواب کې وئيلي شوي دي چې د قانون خلاف درخواستونه د انصاف په عمل کې د خنډ اچولو هڅه ده او د قانون خلاف درخواستونو کښې د درخواست کوونکو نيت واضح نه دے.

د وفاقي حکومت په ځواب کې وئيلي شوي دي چې د پارليمنټ په مقننه واک باندې هيڅ پابندي نشته، د ماسټر آف روسټر تصور قانوني تحفظ نه لري، قانون به د آرټيکل 184 لاندې د چيف جسټس اختيار تنظيموي د اساسي قانون 3/3، دا قانون به قضایه قوه تنظیموي، د قانون واکونه به کم نه کړي، د استیناف حق د قانون د 184/3 مادې له مخې ورکړل شوی.

په ځواب کې زیاته شوې چې د اساسي قانون 10A د عادلانه محاکمې حق ورکوي او د 184/3 مادې د بیا کتنې واک خورا محدود دی، د عادلانه محاکمې لپاره د استیناف حق اړین دی.

Leave a reply