احتساب عدالت د پنجاب پخواني وزيراعلي عثمان بزدار ته هدايات کړي چې د نيب په تحقيقاتو کښې ورسره همکاري وکړي
باغی ټی وی رپورټ
د لاهور احتساب عدالت د پنجاب د پخواني اعلی وزير عثمان بزدار د عبوري ضمانت درخواست اورېدنه وکړه چې په مهال د عثمان بزدار وکيل د کورئیر ريکارډ عدالت ته وړاندې کړو.
د عثمان بزدار وکيل پخپلو دلائلو کې وويل نيب د عثمان بزدار نه څلور پوښتنې کړي او ځوابونه يې هم ورکړي دي.
د نیب تحقیقاتي افسر عدالت ته وویل چې مونږ 30 پوښتنې وکړې او هغوي د 4 سوالونو ځواب ورکړ، د نورو پوښتنو ځواب لپاره یې د 30 ورځو وخت غوښتی دی.
د نيب افسر په ځواب کې د عثمان بزدار وکيل وويل چې مونږ عدالت ته د هغه د ټولو پوښتنو ځواب ورکولو ته تيار يو، نيب په نهمه مئ نيټې رابللى دى، په هغه ورځ ملتان بينچ حاضر شوى دى، مونږ په لسم مئ وړاندې حاضريدو ته تيار يو. دي
محکمې ویلي چې د درخواست په اړه باید ژر تر ژره پریکړه وشي نو دواړه خواوې دې د قانون مطابق عمل وکړي.
وروسته عدالت عثمان بزدار ته هدايات ورکړ چې په 10م مئ دې د نيب په تحقيقاتو کې برخه واخلي او د هغه ضمانت يې د مئي تر 13مې نيټې پورې وغځوو.
عدالت راتلونکې اوريدنې لپاره دپنجاب نه د عثمان بزدار په اړه مکمل تحقيقاتي رپورټ غوښتي دي.