کراچۍ: سرجاني مور ګرین بس سټاپ سره نزدې د نامعلومه کسانو په ډزو کې یو پولیس وژل شوی دی

0
166

باغی ټی وی رپورټ

دپوليسو دچارواکو ترمخه وژل شوى تن دشپې ناوخته يو واده ته روان وؤ چې په ساده جامو کې پوليس اعظم اقبال په موټر سائيکل روان وؤ چې نامعلومو کسانو پرې ډزې کړي دي.

پوليس وايي، وژل شوى پوليس د سرجاني اوسېدونکى و، له وژل شوي کس څخه يو ٣٠ بورۍ تومانچه، يو موبايل، پيکا، نغدې پيسې او موټرسايکل ترلاسه شوي دي.

دپوليسو ترمخه دپيښې ځايې څخه د٣٠ؤ بورۍ د تومانچې دوه مرمۍ ترلاسه شوي دي، فارنزک ټيم دپيښې څخه دشواهد راټولولو سره پلټنې پيل کړي دي.

Leave a reply