د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د ټول ملک په عدالتونو کښې د نه حاضرېدو له وجې نعیم پنجوته ته د نمائندګي کولو دنده سپارلې ده

0
88

باغی ټی وی رپورټ

ټول ملک کښې عدالتي کارروائيو لپاره د تحريک انصاف چيئرمېن او پخواني وزيراعظم عمران خان د پاور آف اټارني کاپي ترلاسه شوې ده۔

په پاور آف اټارني کې عمران خان وئيلي دي چې د شخصي مصروفيتونو له وجې عدالت ته په مدني او جنايي مقدمو کې حاضر نۀ شي.

د پي ټي آئي چيئرمېن نعيم پنجوتا ته اختيار ورکړے دے چې سپريم کورټ، هائي کورټ او عدالتونو کښې ټول درخواستونه، اپيلونه او انټر کورټ اپيلونه دائر کړي۔

پاور آف اټارني کې عمران خان ویلي چې نعیم پنجوته دا اختیار هم لري چې زما په استازیتوب عدالت کې بیان ثبت کړي.

Leave a reply