د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیران پاکستان ته رسېدلي
باغي ټی وی رپورټ
د چین د بهرنیو چارو وزیر په هند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې له ګډون وروسته پاکستان ته رسېدلی او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي هم اسلام اباد ته رسېدلی دی.
دواړه د بهرنیو چارو وزیران د درې اړخیزو بهرنیو چارو وزیرانو د خبرو لپاره پاکستان ته تللي دي.
ټاکل شوې نن د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ درې اړخیزه غونډه وشي چې پکې به پر سوداګرۍ او نورو مسایلو خبرې وشي.
بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې د سوداګرۍ له وزیر نوید قمر سره لیدلي دي.