د اسلام اباد هائي کورټ د توشه خانه کيس کښې د عمران خان او بشرې بي بي نيب ته رابلل د قانون خلاف ګرځولي دي

0
85

باغی ټی وی رپورټ

د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس عامر فاروق او جسټس بابر ستار د توشه خانې نيب تحقيقاتي کيس کښې د عمران خان او بشرې بي بي د طلبي په درخواستونو فيصله کړې ده۔ عدالت د نيب د سمن نوټس په ضد د دواړه درخواستونو فيصله کولو په وخت د سمن نوټس د قانون خلاف ګرځولې دې۔

د اسلام اباد هائي کورټ د عمران خان او بشریٰ بي بي د درخواستونو اورېدنې په مهال ویلي چې د نیب کال اپ نوټس قانوني حیثیت نه لري.

عدالت وويل چې د فرورۍ د ١٧مې او ١٦م مارچ نوټسونه د قانون مطابق نۀ دي، د دې خبرې ضرورت نشته چې د قانون مطابق نيب تازه نوټس جاري کولو کې آزاد دى، د قانون مطابق په نيب باندې د نوټسونو په لېږلو څه پابندي نشته. .

ياده دي وي چي نيب د توشه خانه کيس کښي پخواني وزيراعظم عمران خان او د هغه ميرمن بشرا بي بي ته طلب کړي وو کوم چي دواړو د طلبي نوټس اسلام آباد هائي کورټ کښي چيلنج کړي وو۔

Leave a reply