په تورخم پوله افغان اولس ته بشري مرستې ولیږل شوې

0
42

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د پاکستان اولس د طرف نه افغان اولس ته د بشري مرستو نه ډک ۱۶ ټرکونو نن په تورخم افغان چارواکو ته ډالۍ کړې شو، افغان چارواکو ددې بشري مرستو مننه کړي او ژمنه ی وکړه چې دا به مستحقو کورنیو ته ورکړل شي.

د بارډر سرچینو او ځایی خبریالانو مطابق دا بشري مرستې د د کسټم هیلتهه کییر سوسایټي له اړخه افغان اولس ته ډالۍ شو، په دې موقع په ننګرهار کښې د پاکستان قونصل جنرل عابدالله موجود وو او دا بشري مرستې ی د کسټم دې خیریه تنظیم مشرانو نه وصول کړې چې بیا به ننګرهار کښې په مستحقو او غریبو افغان کورنیو وویشل شي.
په دې بشري مرستو کښې خوراکي توکي، وړه، غوړي، دال وریژي او کمبلې شاملې وې، یاده دې وی چې پاکستان حکومتي چارواکو د ملګري ملتونو او نورو د بشري مرستو نړیوالو ادارو نه غوښته کړې ده چې د ژمې پیل کیدو نه وړاندې دې افغان اولس سره بشري مرستې وشي چې په دې هیواد کښې د یو بل انساني بحران مخنیوۍ وشي.
یاده دې وی چې د پاک افغان د همکارۍ فورم د غړو او د الخدمت فاونډیشن پاکستان له طرف نه هم افغان اولس سره مرستې پیل شوي دي، په زرګونو ټنونه خوراکي توکي او دارو د افغانستان بیله بیلو ولایتونو ته استول شوي دي چرته چې په غریبه افغان کورنیو ویشل شوي دي.

Leave a reply