د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د هند په ګوا کې له خپل ازبکستاني سیال بختیار سیدوف سره لیدلي دي

0
92

باغي ټی وی رپورټ

د دواړو مشرانو تر منځ په لیدنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پراختیا او سیمه ییز اتصال خبرې وشوې.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دغه کتنه د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د غونډې په څنډه کې وشوه.

ياده دې وي چې تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو او د روسيې د بهرنيو چارو وزير تر منځ دوه اړخيزه ليدنه هم شوې وه.

د خارجه دفتر د وياند له مخې دواړو مشرانو د پاكستان او روس په اړيكو، سيمه ايزو او نړيوالو چارو، د خوراک تحفظ او د توانائي په څانګه كښې د مرستې په زياتولو اتفاق وكړو۔

دا هم باید په یاد ولرئ چې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د شانګهای د همکارۍ سازمان په کلنۍ کنفرانس کې د ګډون لپاره د هند ساحلي ښار ګوا کې دی.

Leave a reply