په امریکا کې د پاکستان د سفارت د ملکیت ودانۍ د ودانۍ کوډ بدل شوی
باغی ټی وی رپورټ
په امریکا کې د پاکستان د سفارت د ملکیت ودانۍ د ودانۍ کوډ بدل شوی، دغه تاریخي ودانۍ د بلډنګ کوډ له دریم ټولګي څخه څلورم ټولګي ته لیږدول شوې ده.
دغه ودانۍ په خراب حالت کې ده، د نړېدو له خطر سره مخ ده، د ځايي حکومت له لوري ودانۍ ته خبرداری ورکړل شوی، چې په ترڅ کې يې پر تاريخي ودانۍ ماليه هم لوړه شوې ده.
دا ودانۍ له پنځلسو کلونو راهیسې خالي وه، په ۲۰۱۸ کال کې د ودانۍ ډیپلوماتیک حیثیت لغوه شو.
ټاکل شوې وه چې دغه تاریخي ودانۍ لیلام شي، خو لیلام د جنورۍ په میاشت کې وځنډول شو.