د لنډي کوتل شینوارۍ چې د ناروې نیشنلټي لري د نړۍ په سیل وځي، د افغانستان له لارې به پاکستان ته راځي

0
146

نصیب شاه شینواري
په پاکستان او ټوله نړۍ کښې سیلګرۍ ته وده ورکولو لپاره، 59 یو کم شپیته کلن پاکستانی چې د ناروې هیواد نیشنلټي لري ضیاالدین شینواري په خپل موټرسایکل د نړۍ سفر د ناروې له اوسلو څخه پیل کوي.

د ټولنيزو رسنيو له لارې خبريالانو سره په خبرو کې ضياالدين شينواري وويل، چې د لنډي کوتل د یو کوچني کلي پيروخېل سره تړاو لري. هغه وويل چې اوس له تېرو څو کلونو راهيسې د ناروې په اوسلو ښار کې ژوند کوي.

شينواري وويل، له سياحت سره مينه لري او د نړۍ ډېرو هېوادونو سیل ی کړې دې. هغه زياته کړه چې زياتره هېوادونو ته يې د الوتکې او بسونو له لارې سفرونه کړي،هغه زیاته کړه چې دا ځل به په خپل موټرسايکل سره پاکستان او نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

شينواري وويل، د سړک له لارې نړۍ ته سفر کول د ده خوب و او پرېکړه يې وکړه، چې د بايسکل په کارولو سره نور خلق هم ارزانه او زړه راښکونکي سياحت ته وهڅوي. هغه اوویل چې د موټر چلولو، عکاسۍ او ويديوګرافي په برخه کې يې مياشتنۍ زده کړې بشپړې کړې ترڅو دې وکولې شي چې خپل سفر په مسلکي ډول نړۍ ته وړاندې کړي .

ضیاالدین شینواري چې یوټیوبر، بلاګر او کیسه لیکونکي او د سیاحت شوقي دې وویل چې هغه به د پاکستان هر تاریخي او سیاحتي ځای ته ورځي چیرې چې هغه به خپل ویلاګونه نړۍ ته د پاکستان نرم اړخ وړاندې کړي او په پاکستان کښې سیلګرۍ ته وده ورکړي.

هغه وويل، چې تر دې مخکې يې اروپايي او ختيځې اسيا هېوادونو ته هم سفرونه کړي، خو ډېر خوند يې نه دى کړى. هغه وویل چې د سړک دا اوږده سفر به د هغه په ​​​​ژوند کښې یو جلا تجربه وی او دې به ترې خوند واخلي.

شينواري وويل، چې له ناروې څخه يې د موټرسايکل سفر پيل کړ او د سويډن، ډنمارک، جرمني، چک جمهوريت، سلواکيا، هنګري، سربيا، رومانيا، بلغاريا، ترکيې، ايران، افغانستان له لارې به پاکستان ته داخل شي.

هغه وويل، چې په هر هېواد کې به يوه ورځ تېروي، هلته به يې فلم جوړوي او له خپلو مينه والو سره به يې شريکوي، هغه وويل، چې نيپال، بنګله دېش، سريلانکا او نورو ګاونډيو هېوادونو ته هم د تګ پلان لري.

پاکستانی نارویژین بایسکل چلوونکی وایی چی د پاکستانی بایسکل چلوونکو سره په تماس کی دی او کله چی پاکستان ته ورسیږی ورسره به ووینی. هغه وويل چې د پاکستاني بايسکل ځغلوونکو سره به په پېښور، خيبر ضلع، چترال، هنزه، کالام، سوات، مري، ګليات، لاهور، کشمير، ملتان کې تاريخي او د سیلګرۍ ځایونو ته ځي چې دا ښایسته ځایونه نړۍ ته ور و ښایی. .

هغه اوویل چې زه غواړم چې نړۍ او پاکستانۍ اولس زما د سفر برخه اوسئ ترڅو چې دوی ټول زما دې سفر څخه خوند واخلې.

Leave a reply