پوهنې وزارت: د ننګرهار ولایت ښوونځيو کې ۲.۹ میلیونه ټوکه درسي کتابونه وېشل کيږي.

0
204

پوهنې وزارت: د ننګرهار ولایت ښوونځيو کې ۲.۹ میلیونه ټوکه درسي کتابونه وېشل کيږي.

4 مئي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ولایت د پوهنې رئیس مفتي حبيب حضرت حقاني تیره ورځ د پوهنې وزارت پلاوي سره ولیدل.

خبرپاڼه زیاتوي چې په یاده ليدنه کې د یاد ریاست رئیس وویل، چې دې ولايت ته ۳.۴ ميليونه ټوکه کتابونه سهم ورکړل شوی، چې اوسمهال به له ياد شمېر څخه ۲.۹ ټوکه کتابونه وويشل شي.

اړوند موضوعات

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست رئیس د یو شمېر خصوصي مدارسو علماوو او مسوولینو سره کتلي.

 

د پوهنې رئیس له ياد پلاوي څخه مننه وکړه او ډاډ يې څرګند کړ، چې درسي کتابونه به ډېر ژر په شفاف ډول ښوونځيو کې زده کوونکو ته وویشل شي، همدا راز يې غوښتنه وکړه ترڅو پاتې نور کتابونه ورته په واک کې ورکړل شي.

Leave a reply