تحریک انصاف په عمران خان د ټکټونو د خرڅولو په تور خواجه آصف ته د هرجانې نوټس استولی دی

باغی ټی وی رپورټ
پي ټي آئي د دفاع وزير خواجه اصف ته د لس اربه روپو نوټس استولې کوم چې عثمان ډار استولې دې۔
په نوټس کې ویل شوي چې خواجه اصف عمران خان په سیالکوټ کې د ټکټونو په خرڅولو تورن کړی او د ټکټونو په بدل کې یې له سیالکوټ څخه د ۳۰ کروړه روپیو د اخیستلو تور لګولی دی.
د نوټس له مخې خواجه اصف د سیالکوټ ټکټ هولډرانو باندې بې بنیاده او جدي تورونه لګولي او په پریس کانفرنس کې یې په مستقیم ډول د عمران خان او ګوند مشرانو ته سپکاوی کړی دی.
په نوټس کې له خواجه اصف څخه دا هم غوښتل شوي چې د تحريک انصاف له مشر څخه په خپل بې اساسه تورونو په ليکلې بڼه بخښنه وغواړي او دغه بخښنه دې د هېواد په سرکاري ورځپاڼو کې خپره کړي.
د نوټس له مخې د بخښنې د نه کولو په صورت کې به خواجه آصف لس اربه روپۍ تاوان ادا کړي، د معافۍ نه غوښتلو يا د تاوان نه ورکولو په صورت کې به د خواجه آصف خلاف قانوني کاروائي کولى شي.




