د ترهګرۍ ضد عدالت د پنجاب د پخواني وزيراعلي او د پي ټي آئي صدر پرويز الهي ضمانت منظور کړی دی

0
174

باغی ټی وی رپورټ

د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت د پرويز الهي په کور د چاپې په مهال د پوليسو لخوا د مزاحمت او بريد په اړه په غالب مارکيټ پوليس سټيشن کښې درج مقدمه کښې د پي ټي آئي د صدر د عبوري ضمانت درخواست اورېدنه وکړه په کومه کښې چې پرويز الهي عدالت ته وړاندې شو.

پرويز الهي دريځ خپل کړو چې د غالب مارکيټ پوليس بي بنياده تور لگولى چې په پوليس پارټۍ بريد کړى دى، پوليس پارټۍ په مقدمه کې د پټرول بمونو غورځولو تور هم لگول شوى دى، پوليس د سياسي انتقام په مقصد جعلي مقدمه درج کړې ده.

پروېز الهي غوښتنه وکړه چې د مقدمې تر وروستۍ پرېکړې مخکې دې ضمانت منظور شي.

د ترهګرۍ ضد عدالت په دې مقدمه کښې د پرويز الهي ضمانت د پنځوس زره روپو په ضمانت منظور کړے دے۔

د محکمې نه بهر ميډيا سره خبرو کې پرويز الهي په حکومت نيوکې وکړې او ويې ويل چې مونږ هغه او د هغه کورنۍ هم پېژنو، دوی ته د ژمنې کولو عادت دی او هيڅکله يې نه پوره کوي، مقدمې به په ګډه پرمخ ځي، مونږ به يې پوره کوو. جګړه کوو، موږ هیڅ ویره نه لرو.

Leave a reply