د هند د کرېکټ پخوانی لوبغاړی وریندر سهواګ د پاکستانیانو مېلمه پالنه یادوي
باغی ټی وی رپورټ
د وریندر سهواګ د مرکې کلیپ په ټولنیزو رسنیو کې ډیر ویرل شوی چې په هغه کې ویریندر سهواګ کوربه ته وایی چې د هغه واده پاکستان ته له سفر وروسته ټاکل شوی و، د دې لپاره ما پلان جوړ کړ چې له پاکستان څخه د میرمنو سوټ او د میرمنو سینڈل واخلم.
د سهواګ په وینا، کله چې زه هند ته له راستنېدو مخکې په لاهور کې له امنیت سره بازار ته لاړم، له یوه دوکان څخه مې له ۳۰ تر ۳۵ سوټ او بوټونه واخیستل او کله چې د پیسو ورکولو وخت راغی، دوکاندار د پیسو له اخیستو انکار وکړ.