اطلاعات او کلتور وزارت: د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

0
124

اطلاعات او کلتور وزارت: د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

4 مئي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د هېواد په مرکز، ننګرهار، پکتیا، لوګر، پنجشیر، جوزجان، هلمند، لغمان، بغلان، نیمروز، سمنګان، دايکندي، غور، سرپل او زابل ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

 

چې پکې د ولایتي ادارو استازو، ځوانانو، علماوو، خبریالانو، د صوتي او ویډیویي رسنیو مسؤلینو ګډون کړی وو.

 

خبرپاڼه زیاتوي: د رسنیو مسؤلینو وویل، چې د اسلامي امارت تر راتګ وروسته د دوی ستوزې کمې شوې دي او اطلاعاتو ته لاسرسی تر پخوا په هر ولایت کې ښه شوی دی، د هېواد په ټولو ولایتونو کې خبریالان او رسنۍ له هر اړخه د خوندیتوب او امن احساس کوي.

 

د هېواد په ټولو ولایتونو کې داطلاعاتو او کلتور ریاستونو لخوا، د رسنیو مسؤلینو ته ډاډ ورکړل شو چې په راتلونکې کې به رسنیو ته په بیلابیلو کاري او مطبوعاتي برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

اړوند موضوعات

سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د اسلامي او ټولنې ارزښتونه په پام کې نیولو سره د رسنیو آزادۍ ته د پوره ژمن او ورسره همکار دی.

 

همدا راز د اطلاعاتو او کلتور رئیسانو د هېواد په کچه د رسنیو څخه وغوښتل چې باید د دیني، کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپلې خپرونې ترسره کړي.

Leave a reply