اسلام اباد: سترې محکمې په ټول ملک کې د يو وخت انتخاباتو په اړه د مقدمې اورېدنه سبا 11:30 بجې ټاکلې ده

باغی ټی وی رپورټ
د چيف جسټس عمر عطابنديال په مشرۍ کښې درې کسيزه بنچ به سبا د مقدمې اورېدنه کوي، جسټس اعجازالاحسن او جسټس منيب اختر په بنچ کې شامل دي.
د مقدمې اورېدنه به سبا 11:30 بجې په سپريم کورټ کې کېږي.
په تيره اوريدنه کې چيف جسټس ريمارکس ورکړى ؤ چې عدالت په خبرو اترو زور نۀ شي اچولى، يواځې د آئين نفاذ غواړي، سياسي ګوندونه دې د آئين لپاره سره کښېني.
چيف جسټس وويل دعدالت کوم حکم نۀ دى، يواځې يو تجويز دى، که دقومي ګټو اؤ آئين دتحفظ لپاره کوم تړون نۀ وي شوى نو دغه شان به جاري وي.





