د قومي اسمبلۍ غړو يو ځل بيا له سپيکر څخه غوښتنه کړې، چې سترې محکمې ته دې د پارليمان ريکارډ له ورکولو ډډه وکړي

باغي ټی وی رپورټ
د قومي اسمبلۍ غونډه د سپیکر راجه پرویز اشرف په مشرۍ کې وشوه چې پکې د سپریم کورټ د ججانو په مسله تود بحث روان و.
د اعتراض په مهال د دفاع وزير خواجه اصف وويل دوې آئيني ادارې يو بل ته مخامخ شوي دي، د جسټس منير نه تر نن ورځې پورې د آئين سره څه روان دي، مونږ د تاريخ په دوره ولاړ يو، مونږ د عدالت سره يو خو د واک څخه د سرغړونې په وړاندې دایره.
پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې سپريم کورټ ريکارډ غوښتې دې مونږ انکار کړے دے ولې چيف جسټس دې راوبلل شي۔
د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر وئيلي دي چې له پرون راهسې دا بحث روان دے چې بالاخره څوک دے، په آئين کښې د هرې ادارې کردار ليکلې شوې دې۔
اپوزيشن ليډر راجه رياض هم سپريم کورټ ته د ريکارډ ورکولو مخالفت وکړو او ويې ويل څوک چې دغه ايوان فتح کول غواړي هغه به بريالي نۀ شي.






