د پاکستان کرېکټ بورډ پخوانی ټیسټ سپېنر او مشر ندیم خان له دندې ګوښه کړ
باغي ټی وی رپورټ
سرچينې وائي چې نديم خان ته دگل په ورځ دبرطرفي خط جاري شوى اؤ دمعين خان مشر ورور احسان ماني دور کې ټاکل شوى دى.
ندیم خان د پاکستان کرکټ بورډ د ډومیسټک ډائریکټر او های پرفارمنس ډائریکټر هم وو خو څو هفتې وړاندې د هغه تنخواه کمه شوې وه او د زنانو ونګ ته سپارل شوې وه.
ندیم خان د څو اونیو لپاره له خپلې کورنۍ سره په انګلستان کې و، د عمران خان په دوره کې د کورنی نظام له بدلون وروسته ندیم خان په ټول هیواد کې د روزونکو د ټاکلو او ګڼو نورو مهمو پرېکړو لاس پورې کړ.
خو د نجم سیټي په دوره کې ندیم خان له واکه لرې شو او د پی سی بی د انتظامې کمیټې غړی آزاد سید د نېشنل اکیډمۍ مشر وټاکل شو.
دسرچينو ترمخه نديم خان د پي سي بي دوهم پخوانى ډائريکټر سيرينا اغا وروسته دى چې له دندې لرې کړل شوى دى.
ندیم خان د احسان ماني په دوره کې د یو با نفوذه ډایرکټر په توګه پیژندل شوی و.