اليکشن کميشن د پنجاب او خيبرپښتونخوا صوبو کښې د انتخاباتو په نيټو د غور کولو درخواست جمع کړے دے

باغی ټی وی رپورټ
الېکشن کمېشن د پنجاب او خېبرپښتونخوا د انتخاباتو په مقدمه کې د مې د ١٤مې نېټې د انتخاباتو د پرېکړې د بيا کتنې لپاره په سپريم کورټ کې درخواست جمع کړی دی.
اليکشن کميشن د سپريم کورټ نه د اپرېل د څلورمې نېټې په فيصله د بيا کتنې غوښتنه کړې او وئيلي يې دي چې عدليه د انتخاباتو د نيټې د ورکولو اختيار نه لري، د آئين فريقېن عدليه ته دا حق نه دے ورکړی چې د انتخاباتو نيټې ورکړي د ټاکنو لپاره.
اليکشن کميشن درخواست کښې وئيلي دي چې د پاکستان آئين د ادارو اختيارات ډير واضح کړي دي نو سپريم کورټ په پنجاب کښې د انتخاباتو نيټې ورکولو سره قانون کښې بدلون راوستې دې نو سپريم کورټ دې د ورکولو غلطي اصلاح کړي. په پنجاب کې د ټاکنو نېټه…
ياده دې وي چې سپريم کورټ په 14م مئ په پنجاب کې دانتخاباتو دترسره کولو امر کړى ؤ اؤ په دې لړ کې چيف جسټس ريمارکس ورکړى ؤ چې عدالت به دمي په 14مه نيټه دانتخاباتو په اړه خپل حکم واپس نۀ اخلي.






