د پنجاب د پخواني وزيراعلي او د پي ټي ايي صدر پرويز الهي خلاف د کرپشن په مقدمه کې نيول شوی ملزم تښتېدلی دی

0
200

باغی ټی وی رپورټ

ګوجرانواله: د پنجاب د پخواني وزيراعلي او د پي ټي ايي صدر پرويز الهي خلاف د کرپشن په مقدمه کې نيول شوی ملزم تښتېدلی دی.

د اداري فساد ضد سرچينې وايي چې تورن سهيل اصغر د فساد ضد پوليسو په جسماني ريمانډ کې و، چې له هغه ځايه تښتېدلى دى.

سرچينې وائي چې ملزم دحالت خرابيدو له امله هسپتال ته وړل شوى ؤ چې دجنرل بس سټينډ سره نزدې په رکشه کې سوار نامعلومو کسانو په زوره سرکاري گاډى ودرولو چې وروستو ملزم سهيل اصغر په زوره ازادولو سره وتښتيدل.

Leave a reply