د لاهور هائي کورټ د پنجاب د پخواني وزيراعلي پرويز الهي د ګرفتارۍ د مخنيوي درخواست مسترد کړے
باغي ټي وی رپورټ
د لاهور هائي کورټ د پنجاب د پخواني وزيراعلي پرويز الهي د ګرفتارۍ د مخنيوي درخواست مسترد کړے او آئي جي پنجاب او ډي جي اينټي کرپشن ته ئي نوټس جاري کړے او جواب ئي طلب کړے دے۔
جسټس سرفراز ډوګر د پرويز الاهي په کور د پوليس اپريشن په ضد د پخواني وزيراعلي د زوي راسخ الهي د درخواست اوريدنه وکړه.
عدالت د پروېز الهي د ګرفتارۍ نه منع کولو غوښتنه نه ده منلې او آئي جي پنجاب او ډي جي اينټي کرپشن ته ئي نوټس جاري کولو سره د پرويز الهي خلاف درج مقدمو تفصيلات غوښتي دي۔ د درخواست په اړه نوره اورېدنه به د مې په اتمه نېټه کېږي.