پي ټي ائي وزیراعظم شهباز شریف د مذاکراتو د سبوتاژولو په هڅه تورن کړ

باغی ټی وی رپورټ
لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې شاه محمود قريشي اوويل چې په آئين حمله کيږي او يوه ډله د آئين نه مانع ده، که آئين نه وي نو وفاق به تباه شي۔
ده ووئيل مونږ انعطاف ښكاره كوو، شهباز شريف د خبرو د سبوتاژ كولو هڅه وكړه په داسې حال كښې چې د بلاول وينا يو ماشومه وينا وه او ججانو ته يې ګواښونه كولو۔
شاه محمود وویل، دوی هڅه کوي چې عدلیه تر فشار لاندې راولي او دا ټول ولې د دې لپاره کېږي چې ټاکنې ونه شي، خو د نا امیدۍ باوجود به په ښه نیت د خبرو میز ته کښېنم.
هغه زیاته کړه چې شهباز شریف نن په حکومت کې ناست دی نو د عدلیې پرېکړې ته نه دی راغلی؟ د دوی اجنډا شخصي او زموږ ملي ده، دوی په یوه کال کې بودیجه او اقتصاد خراب کړ، دوی به داسې سیاسي بودیجه ورکړي چې د راتلونکي حکومت لپاره به کانونه ولري، نن هم نړیوال وجهي صندوق پر دوی باور نه کوي.






