تېره شپه د سترې محکمې د قاضيانو تر منځ د اختلافاتو د هواري په موخه يوه مېلمستيا جوړه شوه

باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد: تېره شپه د سترې محکمې د قاضيانو تر منځ د اختلافاتو د هواري په موخه يوه مېلمستيا جوړه شوه.
دسرچينو ترمخه دا دستوره د چيف جسټس عمر عطا بنديال لخوا شوې وه چې پکې د سپريم کورټ ټول ججان رابلل شوي وو.
سرچينه وايي، په دې ډوډۍ کې د سترې محکمې له ١٥ قاضيانو څخه ١٤ تنو برخه اخيستې وه، چې په کې د سترې محکمې تر ټولو جګپوړي قاضي قاضي فائز عيسى هم ګډون نه و کړى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پاکستان د چيف جسټس له خوا د ډوډۍ خوړلو موخه د قاضيانو تر منځ د اختلافاتو ختمول وو.
سرچينې وائي چې دکوچني اختر څخه وروستو چيف جسټس آف پاکستان دخپلو قاضيانو په اعزاز کې ډوډۍ ورکوي.






