د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله يو ځل بيا واضحه کړې ده چې په څوارلسم مئي ټولټاکنې ممکن نه دي، اسمبلۍ دې خپله موده پوره کړي، په وړاندې شرطونو سره مذاکرات نه کيږي

باغی ټی وی رپورټ
د جيو نيوز پروګرام ‘جيو پاکستان’ کې د خبرو پر مهال رانا ثناءالله وويل چې د تحفظاتو باوجود نواز شريف د خبرو اجازه ورکړې وه، په خبرو کې د مسلم ليګ ن وړانديز دا وو چې د آئي ايم ايف تړون دې حتمي شي او حکومت دې د بجټ څارنه وکړي. ، موجوده حکومت ته باید د حاضریدو اجازه ورکړل شي.
رانا ثناءالله وويل چې که دا دواړه خبرې ومنل شي نو يوه هفته وړاندې د اسمبلۍ منحل کولو څه ضرورت دى؟
بل لوري ته دتحريک انصاف مشر اسد عمر وايي که داسمبلۍ منحلولو وروستى چانس هم ضايع شي نو ملک ته به زيان رسيږي اؤ حکومتي گوندونو ته به هم زيان رسيږي.
اسد عمر حکومت ته مشوره ورکړه چې غونډې ته ورشي او شاه محمود قريشي ته يو کاغذ ورکړي چې پکې ليکل شوي دي چې حکومت راضی دی، راځئ دا کاغذ عدالت کې وړاندې کړو او په ملک کې انتخابات ترسره کړو.
ياده دي وي چي د حکومت او پي ټي آئي ترمينځه د انتخاباتو په اړه د مذاکراتو دريم پړاؤ به نن شپه نهه بجې کيږي۔





