وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) مشر جاويد لطيف وايي چې تر فشار لاندې يوې ترهګرې ډلې سره خبرې اترې د پاکستان په دفاع باندې د جوړجاړي په شان دي

0
378

باغي ټي وي رپورټ

وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) مشر جاويد لطيف وايي چې تر فشار لاندې يوې ترهګرې ډلې سره خبرې اترې د پاکستان په دفاع باندې د جوړجاړي په شان دي.

لاهور کښې دخبرو اترو په مهال جاويد لطيف ادعا وکړه چې دعمران خان واپس راوستلو کې اسانتياوې برابريږي.جاوېد لطيف وويل دترهگرو سره خبرې اترې نۀ کوي، دپټرولو بمونو غورځونکو او دنړيوالو قوتونو وسيلې سره هيڅ خبرې نۀ کيږي، ولس غوښتنه کوي چې د نوازشريف په ضد دسيسه کوونکو سره د جوړجاړي پرځاى دې جوړجاړى وکړي. د دې بنسټونو مسوولین باید د قانون منګولو ته وسپارل شي چې دا دسیسې یې جوړې کړې دي.
هغه وویل چې د اساسي قانون او قانون تطبیق یوازې د ۹۰ ورځو په ټاکنو کې دی. موږ د مسلم ليګ ن د تېروتنو اعتراف کوو، موږ بايد ولس ته حقيقت ويلی وای، آيا دا د ولس ارمان نه دی چې ټول بنسټونه په يوه پاڼه وي.

ده ووئيل مونږ په نړيواله كچه د پاكستان قضيه په ښه توګه وړاندې كوو، د غنمو پېداوار ډېر وو، معيشت ښه كېږي۔

Leave a reply