په نړیوال کچ د هند سپکاوې او بدنامي، د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمیسیون یو ځل بیا د هند په تور لیست کې د شاملولو غوښتنه کړې ده

0
103

باغي ټي وي رپورټ
د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمیسیون یو ځل بیا د هند په تور لیست کې د شاملولو غوښتنه کړې ده.

د امریکا کمېشن د بایډن اداره د هند د مذهبي ازادۍ په تور په تور لېست کې بللې او ویلي یې دي چې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په حکومت کې له لږکیو سره چلند مخ په خرابېدو دی.د امریکا کمیسیون ویلي چې په هند کې تبعیضي قوانین د افراطي ډلو له خوا د لږکیو پر وړاندې د تاوتریخوالي کلتور ته وده ورکوي.
د امریکا کمیسیون غوښتنه کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې هند د مذهبي ازادۍ د سرغړونو له امله په تور لیست کې راولي.

امریکايي کمېشن په خپل کلني رپورټ کې په هند کې له مسلمانانو او مسیحیانو سره ناوړه چلند ته اشاره کړې او دغه کمېسیون د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې هند په پرله پسې ۴ کلونو تور لیست کړي.

Leave a reply