د کابل والي د قره باغ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او سپین ږیرو سره لیدنه ترسره کړی.

0
292

د کابل والي د قره باغ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او سپین ږیرو سره لیدنه ترسره کړی.

1 مئي دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د قره باغ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او سپین ږیرو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه لیدنه ترسره کړی.

د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو او سپین ږیرو د یوې لیدنې په ترڅ کې چې د کابل ولایت په مقام کې  ترسره شوه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له کابل والي شیخ محمد قاسم خالد سره  شریک کړل.

 

له قره باغ ولسوالي څخه راغلو قومي مشرانو او سپین ږیرو وویل، موږ د اسلامي امارت ملاتړ کو او اطاعت ته یې ژمن یو او د ځایي چارواکو سره به په بېلابېلو برخو کې خپله همکاري ونه سپمو.

 

کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د قره باغ ولسوالۍ قومي مشرانو او سپین ږیرو ته ښه راغلاست وویل، اسلامي امارت یې د افغانانو خپل نظام وباله او زیاته کړې، چې د کابل ولایت مقام دروازه تل لپاره د خلکو پر مخ پرانیستې ده.

 

ښاغلي خالد په دې لیدنه کې همدارنګه د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.

اړوند موضوعات

والی کابل با شماری از بزرگان قومی و متنفذین ولسوالی قره باغ در مقام این ولایت دیدار و گفتگو نمود.

 

د یادونې وړ ده، چې کابل والي د دې ولایت د یو شمېر نورو اوسېدونکو مراجعینو ستونزې هم واورېدې او ژمنه یې وکړه، چې له شته امکاناتو څخه په استفادې به د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړو.

Leave a reply