د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي آډيو ليکس د ثاقب نثار کردار په ډاګه کړے دے
باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي آډيو ليکس د ثاقب نثار کردار په ډاګه کړے دے، د پي ټي آئي ټکټ ترلاسه کولو لپاره يو نيم کروړه روپۍ غوښتل شوي دي۔
يوې غونډې ته د وينا په مهال رانا ثناء وويل دا د سوچ خبره ده چې ثاقب نثار کله چې قاضي وو نو څه کول.ده ووئيل عمران خان د يو سازش لاندې مسلط كړے شو، د پي ټي آئي حكومت د نا اهلۍ له وجې په هېواد كښې ترهګري رامخې ته شوه، دا د فهم نه بهر ده چې ترهګرو ته ولې د واپسۍ لاره وركړې شوه۔رانا ثناء زياته کړه چې د پي ټي ائي حکومت په قصدي توګه ايل اين جي درآمد نه کړ، د ملک ټولو لويې پرمختيايي پروژو کریډټ مسلم ليګ (ن) ته ځي.