وفاقي وزير خرم دستګير وايي د عمران خان ګواښونه به په مذاکراتو کوم اثر ونه کړي، عام انتخابات به په اکتوبر کې کېږي

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي وزير خرم دستګير وايي د عمران خان ګواښونه به په مذاکراتو کوم اثر ونه کړي، عام انتخابات به په اکتوبر کې کېږي.
خرم دستګير د جيو نيوز پروګرام “نئے پاکستان” کې د خبرو پر مهال وويل، چې عمران خان چې کومه بجټ غواړي، موږ به يې وړاندې کوو، په بجټ کې به بې وزله پاکستانيانو ته رليف ورکول کېږي.هغه وویل، هغه سیاسي قیمت چې باید اداء شي، اوس د پرمختګ وخت دی، حکومتونه د هیڅ فشار لاندې نه ختمیږي.






