د داخله چارو وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د آډيو ليکس په اړه دې انکوائري کولے شي، د کوم کس آډيو ليک شوې هغه دې د انکوائرې لپاره مخې ته راشي

باغی ټی وی رپورټ
د داخله چارو وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د آډيو ليکس په اړه دې انکوائري کولے شي، د کوم کس آډيو ليک شوې هغه دې د انکوائرې لپاره مخې ته راشي۔
په یوه مرکه کې هغه وویل حکومت په دې نظر دی چې د بجټ نه وروسته باید اسمبلۍ منحل شي.
رانا ثناءالله د پرويز الهي په کور د چاپې په اړه وويل چې د پنجاب پوليس د وفاقي حکومت په لاس کې نه دي.
هغه زياته کړه، چې ولايتي اداره مکلفه وه، چې د چاپې په اړه مخکې له مخکې خبر ورکړي، د دروازې په ماتولو سره د چا کور ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.






