بلوچستان کښې بارانونه او سیلابونه،بعضې مهمې لوی لارې تړل شوی

0
115

باغی ټی وی رپورټ

په بلوچستان کې د موسمياتو د زورور سيسټم له وجې د بلوچستان د سندهـ سره نښلوونکې دوې مهمې قومي لويې لارې په چمن، پشين، مستونګ، ډاکې، ډيره بګټي، کوهلو، آواران او نصير اباد کې د طوفاني بارانونو له وجې سيندونو ته د سيلاب وروستو تړل شوې دي.

د بولان په سیمه کې د پنجره پل د متبادلې لارې د راپریوتلو له امله د ټرافیکو چارې بندې شوې، لسبیله ته نژدې د کوټې-کراچۍ لویه لار هم سیلابي ریلې کې ډوب شوې، د کراچۍ متبادله لاره هم متاثره شوې او د کوټې- سبي لویه لار هم بنده وه. د هر ډول ترافیکو پر مخ تړل شوی.

د چارواکو په وینا د پاکستان-افغانستان او پاکستان-ایران په سرحدي سیمو بلوچستان کې له سختو بارانونو او ږلۍ وروسته د کیچ، تربت، مند او بالو په ګډون ګڼو سیمو کې طوفاني بارانونه او سیلابونه راغلي دي.

چارواکي وايي، تېره شپه د حب سیند د بدیلې لارې د خرابېدو له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوی دی، چې د اوبو د ډېرېدو له امله یې د ترافیکو پرمخ تګ راتګ بند کړی دی.

د قدرتي افتونو صوبايي اداره (PDMA) وايي چې د جبل سليمان او کيرتهر په سلسله کې د باران لړۍ روانه ده چې د بلوچستان سند او جنوبي پنجاب پولې ته د لويې اغېزې امکان لري.

د پي ډي ايم اے ترمخه نن ماسپښين وروسته د تيزو بادونو، تېزو بارانونو او باران امکان هم دے.

Leave a reply