د پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان په مشرۍ کښې د مرکزي مشرانو غونډه روانه ده

0
92

باغي ټی وی رپورټ

په غونډه كښې شاه محمود قريشي، فواد چوهدري، شبلي فراز، سناتور اعظم سواتي، اعجاز چوهدري او محمود خان ګډون كوي۔

ملاقات کښې عمران خان ته د چوهدري پروېز الهي په کور کښې د اپريشن نه پس د حکومت سره د مذاکراتو او مستقبل په اړه بريفنګ ورکړے شو.

په غونډه کې له حکومت سره د خبرو اترو په اړه هم سلا مشورې روانې دي.

ياده دې وي چې د حکومتي اتحاد او پي ټي ائي ترمينځ د يو وخت انتخاباتو لپاره خبرې اترې روانې دي او د مذاکراتو وروستې دور به د مئي په دويمه نيټه اسلام آباد کښې کيږي۔

د دې نه علاوه پوليس تيره شپه د پي ټي آئي صدر چوهدري پرويز الهي په کور چاپه وهلې ولي د هغه ګرفتاري ئي نه ده کړے شوي۔

Leave a reply