لاهور: د تحريک انصاف صدر پرويز الهي په کور د پوليس اپريشن په ضد عدالت ته خواست کړے شوے دے

باغي ټی وی رپورټ
د پرويز الهي زوي راسخ الهي د پوليس اپريشن په ضد لاهور هائي کورټ کښې درخواست جمع کړې دې چې پکښې د پنجاب حکومت، اينټي کرپشن او آئي جي پنجاب اړخونه جوړ کړي شوي دي۔
درخواست کې وئيل شوي چې عدالت دکرپشن په ضد مقدمه کې دپروېز الهي ضمانت تر شپږم مئ پورې منظور کړى ؤ نو ځکه په کور چاپه غيرقانوني او دبنيادي حقونو خلاف ورزي ده.
درخواست کښې زياته کړې شوې چې د دې مقدمې نه علاوه که کومه ايف آئي آر درج شوې وي نو هغه دې عدالت ته وړاندې کړې شي۔
درخواست کښې استدعا شوې ده چې عدالت دې د ظهور الٰهي د لارې خالي کولو حکم ورکړي او پوليس ته دې د وتلو هدايات ورکړي ولې عدالت د حفاظتي ضمانت ختميدو پورې د پرويز الهي د ګرفتارۍ د بندولو حکم ورکړي۔