په لاهور کې پوليسو د پنجاب د پخواني وزيراعلي پروېز الهي په کور چاپه وهلې او ۷ کسان يې نيولي
باغي ټی وی رپورټ
په لاهور کې پوليسو د پنجاب د پخواني وزيراعلي پروېز الهي په کور چاپه وهلې او ۷ کسان يې نيولي او د کور تلاشي يې روانه ده.
د چوهدري پروېز الهي وکيل وايي پوليس چارواکي د پرويز الاهي نيول غواړي، په دې مقدمه کې د پروېز الهي ضمانت منظور شوی دی.
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د پروېز الهي په کور د چاپې په اړه غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې له يوې خوا مذاکراتو له بلې خوا نيولو ثابته کړه چې د اسحاق ډار، سعدرفيق او اعظم نذير تارړ هيڅ حيثيت نه لري. ګوند”.
هغه وويل دپروېز الهي په کور چاپه په کلکه غندي.
د چوهدري پروېز الهي زوی منیس الهي ویلي، چې په کومه قضیه کې یې ضمانت منظور شوی، پولیس د هغه د نیولو لپاره رسېدلي دي.
ده ووئيل چې د پروېز الهي د ضمانت كاروائي ميډيا تر پوښښ لاندې راوستې٬ د عمران خان خبره په حقه ده چې په پاكستان كښې د قانون حكومت ختم شوے۔
ياده دي وي چي د انتخاباتو په سر د حکومت او تحريک انصاف ترمينځه د مذاکراتو دويم پړاؤ تيره ورځ د پارليمنټ هاؤس په کميټي روم کښي شوي وو۔
سرچينې وائي وفاقي حکومت دبجټ څخه وروستو داسمبلۍ منحل کولو وړانديز کړى دى.